ایراني چارواکي وايي، د ایران، افغانستان، تاجکستان او چین ترمنځ د ترانسپورټي دهلېز د پراختیا په موخه د څو اړخیزو همکاریو هرکلی کوي او تمه ده چې په افغانستان کې د فراه اړوند سړک شاوخوا یوه میاشت وروسته پرانیستل شي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران د سړکونو او ښارجوړونې وزیرې فرزانه صادق د تاجکستان د ترانسپورټ وزیر دلیر جمعه او د انرژۍ او اوبو زېرمو له وزیر عظیم ابراهیم سره په لیدنه کې د ایران، افغانستان، تاجکستان او چین ترمنځ د ترانسپورټي دهلېز په اړه خبرې کړي دي.
صادق ویلي، ایران د دغه دهلېز په اړه د څو اړخیزو خبرو او همکاریو هرکلی کوي. هغې زیاته کړې چې د افغانستان د فراه ولایت اړوند سړک به شاوخوا یوه میاشت وروسته پرانیستل شي.
د نوموړې په وینا، د دغه مسیر پرانیستل کولی شي د ایران، افغانستان، تاجکستان او چین ترمنځ د ترانسپورټي او اقتصادي همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي.
دغه پروژه شاوخوا ۱۱۷ کیلومتره اوږدوالی لري او د ایران له ماهیرود سرحدي بندر څخه پیلېږي او د افغانستان د فراه ولایت تر مرکز پورې غځېږي.
د دې مسیر له بشپړېدو او پرانیستل کېدو سره تمه ده چې د څلورو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره یو مهم ترانسپورټي مسیر رامنځته شي.
لیکوال:سعید سمیر








