TOOSnews
اعلان
طالبانو د شېرخان بندر د لوجستيكي مركز او رېل پټلۍ طرحه تاييد كړه.
اقتصاديټوس نیوز

طالبانو د شېرخان بندر د لوجستيكي مركز او رېل پټلۍ طرحه تاييد كړه.

۷ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ترسره شوه، د شېرخان بندر له لارې له تاجکستان، قرغزستان او چین سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د زېربناوو د جوړولو، د لوجستیکي مرکز د رامنځته کولو، د رېل پټلۍ د تاسیساتو او د ۳۷ معیارونو او ۱۲ ازمایښتي طریقو طرحه تایید شوه.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د سې‌شنبې په ورځ، د زمري په ۶مه، پر اېکس پاڼه لیکلي چې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري وړاندې شوي وړاندیزونه تر بحث وروسته د اقتصادي کمېسیون له خوا منظور شول.

د پرېکړې له مخې، د مالیې، کورنیو چارو او نورو اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې چې په شېرخان بندر کې اړینې زېربناوې جوړې او موجودې اسانتیاوې پراخې کړي. همداراز، له تاجکستان سره په همغږۍ د بندر د کاري ساعتونو د زیاتولو غوښتنه شوې، څو د باروړونکو موټرو تګ راتګ اسانه شي.

اقتصادي کمېسیون د مالیې وزارت ته هم دنده سپارلې چې د ګمرک، زیرمتونونو، تخلیې او بارګیرۍ د خدماتو لپاره په شېرخان بندر کې د لوجستیکي مرکز د جوړولو بودیجه ځانګړې او عملي چارې یې پیل کړي.

په همدې غونډه کې د ټولګټو وزارت ته هم لارښوونه شوې چې د ایکو اقتصادي همکاریو سازمان د «کټای دهلېز» د فعالولو لپاره د افغانستان په خاوره کې د اړتیا وړ رېل پټلۍ تاسیسات جوړ کړي.

سربېره پر دې، اقتصادي کمېسیون د معیار او کیفیت ادارې له خوا وړاندیز شوي ۳۷ معیارونه او ۱۲ ازمایښتي طریقې هم تایید کړې. دغه معیارونه د کرنیزو محصولاتو، خوراکي توکو، درملو، ساختماني موادو، مخابراتو، برېښنا، کیمیاوي او پلاستیکي موادو، روغتیايي تجهیزاتو او نورو برخو لپاره چمتو شوي دي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، د غونډې ټولې پرېکړې د وروستۍ منظورۍ لپاره د طالبانو مشر ته استول شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.